ترکیه او قطر د کابل هوایي ډګر بیارغونې او سمبالولو لپاره په مرستو بوخت دي

لخوا Aamaj News

د ترکیې آناتولي خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې د مدیترانې خبرو اترو اومه مجازي ناسته کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمن آل ثاني اعلم کړی، چې قطر د کابل هوايي ډګر د بیارغونې او سمبالولو چاري له ترکیې سره ترسره کوي.

عبدالرحمن زیاته کړې: «روسیه، چین او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د هر ډول کړکېچ رامنځته کېدو څخه پر حقه اندېښنه لري.»

د نوموړي په وینا؛ قطر په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د ډاډ لپاره له روسیې سره په اړیکه کې دی او په افغانستان کې امنیتي وضعیت د ګاونډیانو اندېښنې زیاتوي. همداشان نړیواله ټولنه د افغانستان د کړکېچ په وړاندې ځانګړې استراتېژي نه لري او قطر په سیمه کې د امینت او ثبات د ټینګښت لپاره د خپلې دوستۍ پراخې شبکې څخه ګټه اخلي.

له دې وړاندې هم قطر، ترکیې او متحده عریي اماراتو د کابل هوایي ډګر د مدیریت او امنیت کې د مرستې ترسره کولو غوښتونکي شوي و، خو د طالبانو حکومت یادې غوښتنې رد کړې وې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د پخواني حکومت له سقوط سره او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل هوایي ډګر فني تجهیزات ویجاړ شوي و او دا هوایي ډګر تر ډېره بند و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ