سرچینې آماج ته وایي چې ناپېژنده کسانو د کابل ښار کارته نو سیمه کې د ابوبکر صدیق جامع جومات له موذن څخه سر پرې کړی.
د سرچینې په وینا، دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه د زمری۹مه) له غرمې وړاندې د کابل ښار کارته نو سیمه کې شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې یاد کس قاري عبیدالله عابد نوم درلود او د کاپیسا ولایت مرکز اصلي اوسېدونکی وو.
د یادې پېښې انګېزه لا نه ده څرګنده شوې. طالبانو هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امینت ټینګښت په اړه د طالبانو د ډاډ سر بېره؛ مرموزې وژنې او نور جرمونه په یو شمېر ولایتونو کې لاهم دوام لري او دې وروستیو کې زیات شوي هم دي.