طالبانو په کابل کې یو پنجشیری خبریال نیولی

لخوا Aamaj News

د خبریال فرهاد امیري خپلوانو آماج ته وايي؛ چې طالبانو هغه درې ورځې وړاندې په کابل کې له خپل کار ځای څخه له ځان سره بېولي.

دوی وايي چې د نوموړي له ​​برخلیک خبر نه لري او نه پوهیږي چې ولې نیول شوی دی.

دا په داسي حال کې ده؛ چې د مدني فعال او خبریال ميوند وفا خپلوانو هم آماج ته ويلي چې نوموړی نهه ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو نيولى و او د برخليک په اړه يې هیڅ ډول مالومات نشته.

طالبان په ورته موضوعاتو کې چوپ دي.

له بلې خوا یو بل خبریال خالد قادري هم له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د رسنیو د څار بنسټونو په وینا، د طالبانو له واکمنۍ راهيسې، په هېواد کې لسګونه خبریالان نیول شوي او وهل شوي دي.
خو طالب چارواکو په وار وار ویلي چې دوی د بیان او د رسنیو ازادۍ ته درناوی لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ