طالبانو د پخواني حکومت یو پوځي د خپلې کورنۍ د سترګو په وړاندې ووژلو

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي؛ چې طالبانو کابل کې د پخواني حکومت د سرحدي پولیسو یو افسر د خپلې کورنۍ د سترګو په وړاندې ووژلو.

د سرچینې په وینا؛ دا پېښه نن سهار د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې شوې ده.

سرچینې یاد پخوانی پوځي د خوشحال‌الدین ستانکزي په نوم نومولی.

دا په داسې حال کې ده؛ چې څه موده وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه څېړنیزه- ویډیو کې موندلې وه، چې طالبان د عمومي عفوې د ژمنې خلاف، د پخواني دولت د کارکوونکو او امنیتي ځواکونو د غړو خلاف انتقام اخیستونکو کړنو باندې لاس پورې کړی. د یاد راپور پر بنسټ، طالبانو د خپلې واکمنۍ په شپږ میاشتو کې شااوخوا د پخواني دولت او امنیتي ځواکونو ۵۰۰ غړي (وژلي) او یا تښتولي دي.

خو طالبان تل د انتقام اخیستونکو قتلونو په اړه راپورونه رد کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ