«کابل د سوالګرو په ښار بدل شوی»

لخوا Aamaj News

انګلیسي حقوقي مجله (Jurist) په یو مطلب کې لیکلی، له کله چې افغانستان «تروریستانو» ته په لاس لوېدلی، کابل د سوالګرو په ښار بدل شوی.

دا مجله تېره ورځ (جمعه) د دغه مطلب په خپرولو لیکلی: «افغانستان هغه هیواد چې نارینه او ښځینه یې د عصري کېدو او د زده کړي، تشبث او فرهنګ جوړوني په حال وو تروریستانو ته په لاس ولوېد او کابل د سوالګرو په ښار بدل شوی دی.»

دغه مجله د نړۍ د پاسپورټونو درجه بندۍ ته په اشارې ویلی چې د افغانستان پاسپورټ په وروستۍ کټګوري کې ځای لري او دغه هیواد د طالبانو د واکمنۍ لاندې نږدې یو کال وروسته، د نړۍ تر ټولو بد پاسپورټ درلودونکی شوی.

په یاد مطلب کې همدارنګه راغلی چې طالبانو د خپل دوهم ځلي واکمنۍ پر مهال د خپلي واکمنۍ د لومړۍ دورې په شان، نجوني له زده کړي بې برخي کړي دي.

(Jurist) مجله په افغانستان کې د کانکور د ازمویني بهیر ته په اشارې سره ویلی: ”د طالبانو د عقيدې پر بنسټ، ځینو دندو ته د ښځو له ورتلو باید مخنیوی وشي او په زیاد احتمال سره نجوني پوهنتونونو ته د تلو لپاره په دغه ازموینه کې د ګډون اجازه و نه لري.

دغه مجله د طالبانو تر واکمنۍ لاندي د افغانستان اقتصاد په اړه لیکلی چې د دغه هیواد اقتصاد په تېرو میاشتو یواځي په مرستو دوام کړی او د نړیوال غذایي پروګرام مرستي د طالبانو تر کنټرول لاندي دي.

په یاد مطلب کې زیاته شوې چې طالبانو مرستي یواځي په لیري پرتو سیمو کې د ځایي خلکو او خپل جنګیالیو تر منځ وېشلي دي.

د دغي محلې په وینا، طالبانو ماشومانو ته د بم او وسلې زده کړه ورکوي او د مذهبي مسایلو په برخه کې یواځي مغشوش کوونکي ادبیات ور زده کوي څو دغه ماشومان هغه څه لپاره چې وروسته یې غواړي سرته ورسوي، چمتو کړي.

د دغه مطلب په دوام کې مقاومت جبهې ته په اشارې سره ویل شوی: «که په راتلونکي میاشتو کې د طالبانو په وړاندې د مقاومت جبهو څخه ملاتړ و نشي د دوی افراطي ایدیولوژۍ به د نړۍ ګوټ ګوټ ته خپرې شي.»

دا مجله له شته وضعیت څخه په اندېښنې سره ویلی: «خلک چې سهار له خوبه را پاسي ډاډه نه دي چې آیا ماشومان یې ماښام په ماړه نس ویدیږي او که یا، د تعریف پر بنسټ زیانمنونکي دي او په اطمینان سره هر هغه څوک چې کاري طرحه او کافي پیسې ولري، له دغه زیانمنتیا څخه ناوړه ګټه پورته کوي.»

دغه اندېښنې په داسي حال کې مطرح کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ نږدې یو کال کیږي او په دې موده کې نړیوال هیوادونه او مرستندویه ټولني تل په دغه هیواد کې د بد بشري وضعیت څخه شکایت درلودلی دی.

د ویلو ده چې د طالبانو له راتګ سره، ګڼ شمېر اوسېدونکي خپلي دندي له لاسه ورکړی او له غیر قانوني او له خطره ډکو لاري کډوالي ته اړ شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ