د کابل لپاره د طالبانو والي په کابل کې د سېکانو له عبادت ځای څخه د لسدنې پر مهال: دښمن د مخامخ جګړې توان نه لري

لخوا Aamaj News

دکابل لپاره د طالبانو والي، مولوي ندا محمد په کارته پروان کې د سیکانو د عبادت ځای څخه د لیدنې پر مهال، چې چې تېره ورځ ورباندې برید وش، ویلي چې دښمن د مخامخ جګړې توان نه لري.

نوموړي زیاته کړې: «دښمن د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی او غواړي چې عامه او له ګڼې ګوڼې ډک ځایونه په نښه کړي.»

نوموړي د امنیت له ټینګښت ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده : «خلک دې عادي ژوند ته دوام ورکړي او د دوښمن فعالیتونو ته دې اندېښنه نه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې داعش ډلې کابل کې د سېکانو پر عبادت ځای د برید پړه منلې ده.

طالبانو خبر ورکړی چې په یاد برید کې یو اهل هنود وګړی او یو طالب وژل شوي او لږ تر لږه ٧ تنه نور سېک وګړي ټپیان شوي.

د کابل لپاره د طالبانو د والي دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي؛ چې طالب چارواکو په وار وار په افغانستان کې د داعش ډلې شتون رد کړی او ویلي یې دي چې داعش په افغانستان کې فزیکي شتون نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ