ایمرجنسي روغتون: د کرکټ په میدان کې د نننۍ چاودنې له څخه مو یو مړی او ۱۲ ټپیان تر لاسه کړي دي

لخوا Aamaj News

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون وايي، چې نن په کابل کې د ”شپږیزي“ کرکټ سیالیو پر مهال د چاودنې په پایله دغه روغتون ته یو تن وژل شوی او ۱۲ ټپیان وروړل شوي دي.

د طالبانو د کرکټ بورډ اجراییوي رییس، نصیب خان بیا ویلي، چې په دې چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې کورنيو او بهرنيو لوبغاړو ته زيان نه دى اوښتى.

دا چاودنه نن (جمعه، زمري ۷مه) له غرمې وروسته د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند د هېواد په نړیوال کرکټ میدان کې د شپږیزي کرکټ سیالیو د ننداره کوونکو په منځ کې شوې ده.

له بلي خوا د افغانستان لپاره د یوناما مرستیال او د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکی، ډاکټر رامیز الکبروف په کابل کې د کرکټ پر نندارچیانو برید «وحشیانه» بللی دی.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي چې د راپورونو له مخې د نننۍ چاودنې د مرګژوبلو شمېر لوړ دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ