د کابل «شپګیزه» سیالو په لړ کې چاودنه؛ څلور تنه ټپیان شول

لخوا Aamaj News

د کابل کې د هېواد کرکټ «شپګیزه» سیالو په لړ کې د چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي.

دا چاودنه نن (جمعه د زمري ۷مه) له غرمې وروسته د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند د هېواد کرکټ نړیوال لوبغالي کې د شپګیزه کرکټ سیالو لیدونکو په منځ کې وشوه.

د طالبانو کرکټ بورډ اجرایوي رییس نصیب خان وایي چې نن له غرمې وروسته د چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي.

نوموړي زیاته کړې چې یاده پېښه کې کورنیو او بهرنیو لوبغاړو ته زیان نه دی رسېدلی.

د یادې چاودنې بڼه لا نه ده مالومه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ