کابل کې چاودنه؛ طالبان: دوه کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی

لخوا Aamaj News

کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې نن مازدیګر د کابل ښار پینځلسمې حوزې اړوند خواجه بغرا سیمه کې د چاودنې له امله دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

ځدران په یو ټوېټ کې لیکلي؛ چې یاده چاودنه یو کرولا ډوله موټر کې شوې او د موټر دوه کسان سورلۍ وژل شوي.

ځدران زیاته کړې چې څېړنېز ټیم د پېښې څېړنه باندې بوخت دی.

بل پلو سرچینو آماج ته ویلي؛ چې د یادې پېښې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او د طالبانو یو امنیتي مسوول عزیزالحق ندا ټپي شوی.

د یادې چاودنې مسوولیت لا کومې ډلې په غړه نه دی اخیستی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ