کاج ښوونیز مرکز کې چاودنه؛ آلمان: د زده کوونکو وژل د دیني او بشري حقونو د اصولو خلاف دی

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د جرمني سفارت د کابل په لوېديځ کې د نن ورځې د بريد په غبرګون کې وايي چې د زده کوونکو او تنکيو ځوانانو وژل يو ناوړه او د ديني او بشري حقونو د اصولو خلاف عمل دى.

دغه سفارت نن (جمعه د تلي ۸مه) په یوه ټوېټ کې د کاج ښوونیز مرکز پر زده کوونکو برید غندلی دی.

په کابل کې د جرمني سفارت د خواخوږي په څرګندولو سره ویلي: «موږ په کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز د نن سهار د خونړي برید له امله سخت متاثر شوي یو.»

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف دغه چاودنه یو «وحشیانه برید» بللی او ویلي: «د کابل په لویدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز له وحشیانه برید څخه ډار شوي یو.»

دا چاودنه د کابل په لوېدیځ کې په داسې حال کې شوې چې په دغه مرکز کې ګڼ شمېر زده کوونکي د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره راټول شوي وو.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ