طالبان: پر کاج ښوونیز مرکز برید «لوی وحشت» دی

لخوا Aamaj News

طالبان د کابل ښار دیارلسمه حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید لوی وحشت بللی او په سخته توګه یې غندلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یو ټوېټ کې لیکلي: «د دې پېښې د جنایت کوونکو په موندلو او سزا ورکولو کې اړینې کړنې ترسره کېږي.»

پر کاج ښوونیز مرکز برید نن سهار د کابل ښار دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند د برچي هزاره مېشته سیمه کې شوی دی.

د یادې پېښې په پایله کې نږدې ۱۰۰ تنه چې ډېرۍ یې نجونې دي، مړه او ټپي شوي دي.

د یادې پېښي مسوولیت لا تراوسه چا نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې وروستیو کالونو کې په څو ځلې د کابل په لوېدیځ کې ښوونیز مرکزونه د ترهګریزو بریدونو موخه ګرځېدلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ