کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې نن د کابل لوېدیځ پل سوخته سیمه کې د چاودنې له امله ۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۲ نور ټپیان شوي.
نوموړي زیاته کړې چې یاده پېښه یو ګلدان کې د چاودېدونکو موادو ځای پر ځای کې له امله شوې.
د کابل لوېدیځ تېره ورځ جمعه له غرمې وروسته هم د سرکارېز سیمه کې هغه ځای چې د عاشورا مراسم په کې ترسره کېدل د یوې چاودنې شاهد وو. طالبان وایي چې د تېرې ورځې چاودنه کې ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.