کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د سرکارېز سیمه کې د چاودنې له امله دوه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي.
د ځدران په وینا؛ چاودېدونکي توکي یوه کراچۍ کې ځای پر ځای شوي وو.
خو عیني شاهدان د وژل شویو کسانو شمېر له هغه څه ډېر ښایي چې طالبانو اعلان کړي.
بل پلو سرچینې آماج ته وایي چې سرکارېز سیمه کې له چاودنې سره هم مهاله د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند د مسجد سفید کې بله چاودنه هم شوې.
طالبانو تر اوسه د یوې چاودنې پېښېدل تایید کړي.