د کابل لوېديځ کې له ننني خونړي برید وروسته د بښنې نړیوال سازمان په یو غبرګون کې ویلي؛ چې دا برید د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د لږکیو ساتنه کې د طالبانو «مطلقه ناکامي» څرګندوي.
په سویلي آسیا کې د بښنې نړیوال سازمان راپور ورکوونکې سمیرا حمیدي نن (جمعه د تلې ۸مه) د یوې بیانیې په خپرولو او دې ته په اشارې سره چې طالبانو په تېر یو کال کې د افغانستان وګړو په ځانګړي ډول شیعیانو د ساتنې لپاره؛ چې په قوي توګه د داعش د بریدونو موخه ګرځېدلي، چندان کړنې نه دي ترسره کړي. دوی یې د خلکو امنیت خوندیتوب کې په بې پروایی تورن کړي دي.
په ورته وخت حمیدي ټينګار کړی دی، چې طالبانو نه یوازې افغانستان کې د لږکیو لپاره مثبتې کړنې نه دي ترسره کړې؛ بلکې په بدله کې یې دوی نالیدلي نیولي او داسې کړنې یې ترسره کړې دي، چې یوازې د افغانستان خلکو په ځانګړي ډول د توکمیزې ټولنې او لږکیو لپاره یې ځاني خطرونه ډېر کړي دي.
په دې بیانیه کې ټينګار شوی دی، چې باید د طالبانو واکمنۍ کې د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د لږکیو د ټولنې د غړو د امنیت ډاډمن کولو لپاره «بېړنۍ کړنې» ترسره شي.
په بیانیه کې راغلي چې اړتیا ده ترڅو طالبان د دې چاودنې په اړه ژر تر ژره ګټورې او بشپړې څېړنې ترسره کړي.
د نننۍ چاودنې مسوولیت لا تراوسه کوم کس یا ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
1 تبصره
Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website’s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.