د کابل یو شمېر اوسېدونکي په ځانګړي ډول د کابل ښار یوولسمي ناحیې اړوند په خیر خانه کې د برېښنا د پرچاوي له زیاتېدو او د اوبو له نشتون شکایت لري.
دوی آماج ته وایي چې له یوې میاشتي راهیسي منظمه برېښنا نه لري او د برق پرچاوي د اوبو د نشتون لامل شوی هم دی.
دغه اوسېدونکي د برق له نشتون څخه د نیوکي ترڅنګ ویلي چې د برق نشتون دوی د اوبو له کمښت او نورو ستونځو سره مخ کړی او که دا بهیر دوام وکړي، ممکن دا موضو ځاني تلفات هم ولري.
له بلي خوا دوی وایي چې د برېښنا شرکت د برق په وېش کې د کابل ښاریانو سره په ځانګړي ډول له یوولسمي او اوولسمي ناحیې سره چې اکثریت تاجیکان دي دوه ګوني او سلیقه وي چلند کوي.
د دوی په وینا د ګرمۍ په ۳۵ درجو کې په ساعتونو د شپې او ورځي برق نه لري.
د دغي سیمي یو اوسېدونکي آماج ته وایي: «د ورځی له خوا په بشپړ ډول برېښنا نه لرو د شپې هم دوه یا درې ساعتونه برېښنا لرو اوبه ځکه نه لرو چې هرڅه برېښنا پوري تړلي وي، که برېښنا نه وي اوبه هم نه وي.»
د یادوني وړ ده چې د هیواد در برېښنا ریاست ویاندان په دې اړه له آماج سره خبرو ته نه دي حاضر شوی.