کابل کې سرچینې د پنجشېري ځوان الیاس هاشمي له مرموز قتل څخه خبر ورکوي. د الیاس خپلوان د نوموړي ماما مولوي مسیحالله د نوموړي په قتل کې په لاس درلودلو تورنوي.
دا ځوان تېره اونۍ د کابل ښار دویم پروان سیمې په امام ابوحنیفه جومات کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
د الیاس خپلوانو ادعا کړې چې طالبانو ته نږدې څېرې مولوي مسیحالله په لومړیو کې هڅه کړه د صحنې په جوړولو سره قضیه پټه وساتي؛ خو له هغې ځایه چې مولوي مسیحالله د دې نوي ځوان د «وژلو لامل» شوی، وايي نوموړي له خپلو دوه ورېرونو سره حتی بل چاته د مړي وینځلو اجازه هم نه ده ورکړې.
د دوی په وینا، مسیحالله په لومړیو کې قاتل خپل کوچنی زوی چې ۱۴ کاله عمر لري وښودلو؛ او وروسته کله چې مړی خاورو ته سپارل کېږي، دا قضیه یې ترافیکي پېښه بللې او ویلي یې دي چې د پېښې موټر چلوونکی تېښتېدلی دی.
سرچینو زیاته کړې، چې مولوي مسیحالله د طالبانو لومړۍ دوره کې د نصاراتو رییس وو او اوس د طالبانو دویم واکمنۍ کې هم له ښه صلاحیت څخه برخمن دی.
کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.