طالبانو کابل کې د پوهنتون یو استاد له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی

لخوا Aamaj News

کابل کې سرچینې آماج ته وايي چې طالبانو د پوهنتون استاد او مدني فعال احمد مایل رهنورد له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی دی.

د احمد مایل خپلوان زیاتوي؛ چې طالبانو نوموړی د طالبانو ضد لیدلوري درلودلو له امله نیولی او نامالوم ځای ته یې لېږدولی دی.

د دوی په وینا؛ طالبانو نوموړی څه باندې یوه میاشت وړاندې د کابل ښار دولسمې ناحیې له اړوند سیمې نیولی او لا تر اوسه یې له برخلیک څخه خبر نشته.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ یو بل تن د پوهنتون استاد پرویز خلیلي په زور نیولی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ