سرچینې آماج ته وایي چې له څو ساعتونو را په دېخوا د کابل ښار کارته سخي سیمه کې سخته نښته روانه ده.
سرچینې زیاتوي له یادې سیمې یو بل پسې د ډزو غږونه تر غوږونو کېږي؛ خو د یادې نښتې لامل لا نه دی روښانه شوی.
په ورته وخت د کابل لپاره د طالبان امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران وایي چې د عملیاتو په لړ کې د «کارته سخي ټاور» په نوم یوې ودانۍ څخه ډزې شوې دي او هلته چاڼیز عملیات دوام لري.
نوموړي زیاته کړې چې یاده ودانې تر محاصرې لاندې ده.