د ځان وژنو ډېرښت؛ کابل کې یو ځوان ځان راځوړند کړ

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي چې یو ځوان د کابل ښار دهمزنګ سیمې یو پارک کې ځان راځوړند کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی.

د سرچینې په وینا دا پېښه نن (جمعه د زمري ٧مه) سهار مهال د کابل ښار دهمزنګ په نوآباد سیمه کې شوې ده.

د یاد ځوان د ځان وژنې انګېزه لا نه ده څرګنده شوې.

دې وروستیو کې د هېواد ځوانانو تر منځ د ځان وژنو کچه لوړه شوې.

بېوزلي، بېکارۍ، او کورني تاوتریخوالي د هېواد بېلابېلو سیمو کې د ځوانانو تر منځ د ځان وژنو د ډېرښت لامل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ