د پولی تخنیک پوهنتون د زدهکړیال عبدالشکور سخیزاده خپلوان آماج ته وایي چې نوموړی له کوم جرم پرته د طالبانو استخباراتو نیولی.
دوی زیاتوي چې سخیزاده تېره ورځ (سهشنبه د چنګاښ ۲۸مه) استخباراتو د یادپوهنتون له انګړ څخه نیولی او نامالوم ځای ته یې لېږدولی.
د سخيزاده خپلوان د نوموړي له برخلیک څخه په اندېښنې سره وایي چې نوموړي په هېڅ ډوله یا لوري پورې تړاو نه درلود.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو را په دېخوا؛ د دوی لخوا خپل سري نیونې هم زیاتې شوې دي.