یو ځوان کابل کې په مرموز ډول ووژل شو

لخوا Aamaj News

یو ځوان کابل ښار کې د‌ مکمل امیني په نوم په مرموز ډول وژل شوی.

د یاد ځوان خپلوان آماج ته وایي چې دوی دوه ورځې وړاندې د نوموړې ټوټې ټوټې شوی مړی د کابل ښار ارزان قیمت سیمه کې خپل کور ته نږدې موندلی.

د دوی په خبره؛ امیني کاریګر وو او له هېچا سره یې شخصي دوښمني نه درلوده او دولت کې یې د کار مخینه هم نه درلوده.

د یاد قتل انګېزه لا نه ده څرګنده شوې.

د امیني د کورنۍ په وینا؛ په دې اړه طالبانو له دوی سره هېڅ مرسته نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده؛ چې دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو برخو کې د جنایي جرمونو او مرموزو وژنو کچه لوړه شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ