نامالومو وسلوال کابل کې یو دیني عالم له خپل زوی سره ووژلو

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي؛ چې کابل کې یو دیني عالم او نوی ځوان زوی یې د نامالومو وسلوالو لخوا وژل شوي.

د سرچینې په وینا؛ دا پېښه نن سهار (پنجشنبه د چنګاښ ۱۶مه) د کابل ښار نوي خواجه بغرا سیمه کې شوې.

سرچینې د یاد دیني عالم نوم عبدالقدوس حکیمي او د زوی نوم یې عبدالحمید ښودلی چې نوموړی د کاپیسا دویمې حصې ولسوالۍ اوسېدونکی وو.

سرچینې زیاته کړې؛ چې خلکو له نوموړي سره له وېرې پرته د حقیقتونو ویلو له امله مینه درلوده.

تر اوسه کومې ډلې د یادې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې. طالب چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ