کابل کې د اهل هنود پر عبادت ځای برید؛ دوه کسان ټپیان شوي او نښته دوام لري

لخوا Aamaj News

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې نن سهار «باغیانو» چې لایې هویت مالوم نه دی، د کابل کارته پروان کې یې د اهل هنود پر عبادت خونه برید کړی.

بل پلو سرچینو تر دې دمه د پینځو چاودنو له ترسره کېږدو څخه آماج ته منلې؛ یادو چاودنو او ډزو د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند د کارته پروان «ګردنه باغ بالا» سیمه کې د هېواد اهل هنود عبادت ځای موخه ګرځولی.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي، چې لومړی برید کوونکو د یاد عبادت ځای پر ساتونکو لاسي بمونه اچولي او وروسته په یاده سیمه کې د اهل هنود دې عبات ځای ته دننه شوي. د نوموړي په وینا د لاسي بمونو له امله د درمسال ودانۍ اور اخیستی او په هغه کې هم دوه کسان ټپیان شوي.

ټکور زیاته کړې؛ چې بریدګرو غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه د موټر بم برید وکړي خو موخې ته له رسېدو مخکې یې چاودنه کړې او کومه مرګ ژوبله نه لري.

ټکور زیاته کړې چې طالب ځواکونو بریدګر د عبادت خونې د وادنۍ دننه محاصره کړي.

د یادې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه لا کره مالومات په لاس کې نشته.

بل پلو د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند د یادې پېښې په غبرګون کې ویلي چې یاد هېواد پر یاد مقدس ځای د برید راپورنو ته سخت په اندېښنه کې دی.

اریندام باګچی زیاته کړې؛ چې هېواد یې دا پېښه له نږدې څاري.

د یادې پېښې مسوولیت لا کومې کس یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې په افغانستان کې پر لږکیو د ورته بریدونو مسوولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ