د کابینې نوې پرېکړه: له واټونو دې ټولې نااړینې موانع پورته کړل شي

لخوا Aamaj News

د طالبانو سرپرست حکومت کابینې امر کړی؛ چې له واټونو دې ټولې نا اړینې موانع لرې پورته کړل شياو د وانيو دیوالونو پورې دې ونښلول شي.

د طالبانو حکومت سرپرستې کابینې تېره ورځ (دوشنبې د قوس ۸ مه) نېټه دا امر صادر کړی.

په یاده ناسته کې پرېکړه شوې؛ چې سیمو کې دې موانع له واټونو لرې او د بسټونو په دیوالونو دې ونښلول شي. د دې سربېره، ياده ناسته کې ویل شوي؛ چې د لاسي توکو د پلورونکو او موټر چلوونکو له لوري چې په ښار کې د تګ راتګ کومې ستونزې رامنځه شوي، باید حل شي. خو په داسې ډول چې د لاسي توکو پلورونکو او موټر چلوونکو ته زیان ونه رسېږي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې، ډېری واټونه د پخواني حکومت د چارواکو له لوري د امنیتي ستونزو له امله چې طالبانو رامنځته کولې، تړل شوي و، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ