د کابل طبي پوهنتون استادان آماج ته: طالبانو د سره صلیب له لوري زموږ ورکړل شویو معاشونو څخه، لس سلنه په جبري ډول اخلي

لخوا Aamaj News

په کادري روغتون کې د کابل طبي پوهنتون موظف استادان آماج ته وایي؛ چې سره صلیب د علی‌آباد روغتون د روغتیاپالانو او نورو کارکوونکو د معاشونو ورکول په خپله غاړه اخیستي او تېره اونۍ دوشنبې، “د جدی ۲۷ مه” د یې د دوه میاشتو نومبر او ډسېمبر معاشونه ورکړل. خو دوی وایي؛ چې د روغتون رئیس او مالي او اداري مدیر چې تازه د طالبانو لخوا مقرر شوي، یو جدول یې جوړ کړس او د یوې بې مانا پارچې په ورکولو سره په جبرې ډول له دوی غواړي چې د خپلو معاشونو لس سلنه د مالیې په ډول طالبانو ته ورکړي.

خو د کابل علي‌آباد روغتون کې مسوولین ورته ادااوې نه مني او زیاتوي؛ چې د روغتون د کارکوونکو معاشونه په پوره ډول دوی ته ورکړل شوي او هېچا هم له دوی بیاځلې لس سلنه مالیه نه ده غوښتې.

له دې سره، هغه سندونه چې آمتج ته رسېدلي ښایي؛ چې د یاد روغتون مسوولین له کارکوونکو مالیه غواړي.

په سندونو کې راغلي: “د علي‌آباد تدریسي روغتون هغه کارکوونکو چې د خپلو معاشونو مالیه نه ده ورکړې، خپلې مالیې دې ورکړي؛ له دې پرته به له دوی سره قانوني چلند وشي.”

د پوهنتون استادان وایي؛ چې په دې ډول او د سره صليب او طالبانو ترمنځ له کوم تفاهم پرته او تقاعد له امتیازاتو څخه د مالوماتو نه درلودلو سره پیسې اخیستل ظلم دی.

د علي‌آباد روغتون یو تدریسي روغتون دی او د کابل طبي يوهنتون او لوړو زدکړو وزارت پورې تړاو لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ