رویترز راپور ورکړی؛ سهیل احمدي هغه افغان ماشوم چې د افغانستان د وګړو د تخلیې په بهیر کې کابل هوایي ډګر کې د کورنۍ له لوري یې امریکایي سرتېري ته تحویل ورکړل شوی و، پیدا شوی او خپل نیکه قاسم احمدي ته؛ چې د بدخشان اوسېدونکی دی، سپارل شوی.
تاکسي چلوونکي حمید صافي یاد ماشوم د ژړا پر مهال له کابل هوایي ډګر موندلی و او هغه یې خپل کورته بوولی و.
قاسم احمدي ویلي؛ چې اوس د دې په لټه کې تر څو یاد ماشوم له خپلې کورنۍ ته وسپاري؛ چې میاشتې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ته لېږدول شوې.
د یاد راپور له مخې؛ د سهیل احمدي د کورنۍ نور غړي اوسمهال د امریکا متحده ایالاتو کې ژوند کوي.