د طالب علماوو درې ورځنۍ ناسته د ټاکنو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستو او ټول شموله حکومت جوړېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د غوښتنو له یادونې پرته پای ته ورسېده.
په دغه ناسته کې «طالب علماوو» د طالبانو له مشر، ملا هبتالله سره بیعت وکړ. «موږ یو ځل بیا له امیرالمومنین هبتالله آخندزاده سره خپل بیعت نوی کوو او په پرېکنده یې ملاتړ کوو.»
د دغې ناستې وروستنی پرېکړه لیک له ١١ مادو سره پای ته ورسېد.
د یاد پرېکړه لیک په یوه ماده کې راغلی: «اسلامي امارت د افغانستان خلکو له متن څخه پاڅېدلی او هیڅ بهرني اړخ په هغه کې ځای نه لري. دا یې د داخلي مشروعیت یو موثق دلیل دی.»
د یاد پرېکړه لیک په یوه بله ماده کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت و پېژني او د افغانستان شتمني باید خوشي شي.
په دغه پرېکړه لیک کې زیاته شوې: «د امارت له راتګ سره بشپړ امنیت ټینګ شوی، د واک جزیرې له منځه تللې دي، فساد، غصب او درغلي ختمه او یو زورور مرکزي نظام رامنځته شوی دی.»
طالب علماوو همدارنګه په نورو هیوادونو کې د نه لاسوهني له سیاست او د افغانستان په چارو کې د نورو هیوادو د نه لاسوهني له غوښتني ملاتړ وکړ.
له بلې خوا هغوی له داعش سره هرډول همکاري ناروا وبلله.
د یاد پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي چې ملي یوالی دې پیاوړي شي.
دغه علماوو هېواد ته د افغان چارواکو د راستنېدو له پروګرام هم ملاتړ کړی دی.