د طالبانو د ناستې پرېکړې ته غبرګونونه؛ نبیل: د افغانستان ستونزو د حل په پرتله تر ډېره د دستار بندۍ غوندې ته ورته ده

لخوا Aamaj News

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د طالب علماوو درې ورځنۍ غونډې ته غبرګون وښود او ویلي یې دي؛ چې د یادې غونډې پرېکړه لیک تر ډېره د دستاربندۍ غونډې ته ورته دی.

نبیل په خپله ټوېتر پاڼه لیکلي؛ چې د طالبانو دا ناسته هغه ناستو ته ورته ده چې دوی وړاندې د اکوړه خټک په مدرسه کې جوړولې، یوازې ځای یې بدلون کړی.

نوموړي لیکلي: «غونډه او محتوا یې هماغه دي؛ مګر ځای یې له اکوړه خټک څخه کابل ته بدل شوی او د یادې غونډې پرېکړه لیک تر ډېره د افغانستان د ستونزو د حل پر ځای دستابندۍ غونډې ته ورته دی.»

کابل کې د طالب علماوو ناسته له درې ورځو وروسته پای ته ورسېده.

د یادې غونډې د پای پرېکړه لیک کې طالب علماوو د طالبانو نظام له شتون ملاتړ وکړ.

د یاد پرېکړه لیک په یوه ماده کې راغلي: « موږ یو ځل بیا له ملا هبت‌الله سره خپل بیعت نوی او له نوموړي په پرېکنده ډول ملاتړ کړو. نوموړی مو د اسلامي امارت زعیم او شرعي حاکم منلی او منو.»

یاد پرېکړه لیک کې ټینګار شوی چې د طالبانو نظام په وړاندې درېدل بغاوت دی او دفع کول یې پر خلکو او نظام واجب دي.

د پرېکړه لیک یوه برخه کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتل شوي چې د طالبانو دولت باید په رسمیت وپېژندل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ