په جوزجان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله اته تنه وژل شوي او ٢٥ تنه نور ټپيان شوي.
باختر دولتي خبري اژانس د جوزجان د عامې روغتيا سرپرست، قاري عبدالغني صميم له خولې وايي چې دغه پېښه د دغه ولايت د قوشتپې ولسوالۍ د پل ترکمن قدوق په سيمه کې د یو «کاماز» ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوه.
د هغه په وينا، د دې پېښې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت نازک دى.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یاد کسان له قوشتپې ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز شبرغان ته روان وو.
دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې په یو شمېر ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
1 تبصره
This website was… how do you say it? Relevant!!
Finally I have found something which helped me. Many thanks!