د طالبانو لخوا د خبریالانو نیونې؛ یو خبریال له اوو ورځو را په دېخوا د طالبانو په بند کې دی

لخوا Aamaj News

د مدني فعال او خبریال میوند صافي خپلوان آماج ته وایي؛ چې د طالبانو استخباراتو نوموړی اووه ورځې وړاندې نیولی.

د یاد خبریال د خپلوانو په وینا؛ نوموړی له کوم لامل پرته نیول شوی او له برخلیک یې لا هېڅ مالومات نشته.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې خبریال خالد قادری نږدې څلور میاشتې کېږي چې د طالبانو په بند کې دی.

د یاد خبریال خور حمیرا قادري وایي؛ چې روانه میاشت کې د طالبانو پوځي محکمې خالد قادري په فېسبوک کې د نیوکې لرونکي نظر لیکلو له امله د استناف غوښتنې حق پرته په یو کال بند محکوم کړی.

خو طالبان وایي؛ چې خالد قادري فېسبوک کې د نیوکه کوونکي نظرونو لیکلو له امله نه؛ بلکې دې یوې بلې دوسیې له امله نیول شوی او د هغې دوسیې په اړه یې زیات مالومات نه دي ورکړي.

په هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته؛ د رسنیو څارونکو بنسټونو د راپور له مخې د خبریالانو د وهلو او ډبولو او نیولو لسګونه پېښې ثبت شوې دي.

که څه هم طالب چارواکو په څو ځلې ویلي چې د بیان آزادۍ ته درناوی لري او د رسنیو آزادۍ ته درناوی کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ