د اسوشېټېډپرس خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې ځینې خبریالان په اندېښنه کې دي له دې چې د خپل توکم او د ژوند د ځای له امله د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.
فیصل مدثر هغه خبریال چې طالبانو څو ورځې په بند کې ساتلی و ویلي؛ چې نوموړی وېرېږي، له دې امله چې د زېږون ځای يې پنجشیر دی، د طالبانو له ګواښ سره مخ وي. نوموړي ویلي چې طالبان له خبریالانو سره د چلند په اړه هېچاته ځواب ویونکي نه دي.
په دې راپور کې زیاته شوې؛ له بل لوري هزاره خبریالان وېره لري چې ښایې طالبان یې د توکم له امله په ځورولو لاس پورې کړي.
خو د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي دا ادعاوې رد کړې دي او وایي؛ چې د توکم او د زېږون د ځای پر بنسټ هېڅ ډول دوه ګونی چلند نه دی شوی او نه به وشي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د افغانستان له سقوط وروسته، طالبانو یو شمېر خبریالان وهلي او ډبولي او یو شمېر د څو ورځو په موخه بند کې ساتلي.
د دې سربېره؛ طالبانو د امر بالمعروف وزارت له جوړولو ورسته د یو اته مادهییز فرمان په صادرولو سره پر رسنیو ځیني بندیزونه هم وضع کړي.