د طالبانو له لوري د آریانا نیوز دوه خبریالانو اسلم حجاب او وارث حسرت نیولو د نړیوالو سازمانونو په ګډون، کورني غبرګونونه راپارولي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونت هیئت یا یوناما د آریانا نیوز دوه خبریالانو او د ښځو حقونو دوه فعالانو د برخلیک مالومولو غوښتنه کړې.
یوناما په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ملګرو ملتونو سازمان پر رسنیو او بیان آزادۍ باندې د بندیزونو له ډېرېدو اندېښنه لري. همداشان یوناما له طالبانو غوښتي چې د یادو خبریالانو د نیولو علت مالوم کړي او د افغانستان خلکو حقونو ته درناوی وکړي.
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر ون برانټ هم په یو ټویټ کې د آریانا نیوز دوه خبریالانو د نیولو په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې، د هغه کسانو د نیولو درک ورته سخت دی چې د روڼتیا، عدالت او غوره حکومتوالۍ لپاره کار کړي.
د دې سربېره، نړیوالې عفوې سازمان هم د آریانا نیوز دوه خبریالانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې.
د نړیوالې عفوې سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې طالبان د خبریالانو، بشر حقونو مدافعینو او لاریونوالو نیولو ته دوام ورکوي، حتا په داسې حال کې چې اونۍ وړاندې یې په ناروې کې له ځینو هېوادنو سره په افغانستان کې د بشردوستانه وضعیت په اړه خبرې اترې کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د آریانا نیوز دوه خبریالان د یاد ټلویزیون له مخې د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شول. د وارث حسرت د کورنۍ غړي آماج ته وایي چې د نوموړی له برخلیک یې خبر نه لري.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More to that Topic: aamajnews24.com/ps/journalists-4/ […]