پاکستان کې د افغانستان خبریالان: د طالبانو په لاس د هېواد سقوط د بیان آزادۍ مړینه وه

لخوا Aamaj News

یو شمېر هغه افغان خبریالان چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط یو کلنۍ لپاره یې ډېوو بلولو مراسم نیولي.

یاد خبریالان تېره ورځ (شنبه د زمري ۲۲مه) په اسلام آباد کې سره راټول شوي او د افغانستان په ځانګړي ډول د رسنیو او بیان آزادۍ وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتونکي شوي.

دوی طالبان د بیان آزادۍ قاتلین او دوښمنان بولي او وایي چې د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط د بیان آزادۍ مړینه وه.

د دوی په باور نړیوالې ټولنې د اوکراین او روسیې له جګړې وروسته افغانستان هېر کړی دی او د یاد هېواد وګړو ته هېڅ ډول پاملرنه نه لري.

دوی زیاتوي چې په خراب او بې برخلیکه وضعیت کې ژوند کوي او د رسنیو ملاتړو بنسټونو او د بیان آزادۍ ملاتړو هېوادونو څخه یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د کارپوهانو په باور د ۲۰۲۱ کال اګېسټ میاشتې په ۱۵مه د افغانستان نظام له پرځېدو وروسته، تر ټولو ډېر زیان رسنیو او د بیان آزادۍ لیدلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ