آماج ته د یو خبریال خپلوان: نوموړی نه ورځې وړاندې طالبانو نیولی او لا یې له برخلیک خبر نشته

لخوا Aamaj News

د مدني فعال او خبریال میوند وفا خپلوان آماج ته وایي؛ چې د طالبانو استخباراتو نه ورځې وړاندې نوموړی نیولی او لا یې له برخلیک څخه هېڅ مالومات نشته.

د یاد خبریال د خپلوانو په وینا؛ نوموړی له کوم لامل پرته نیول شوی او طالب چارواکي په دې اړه ځواب ویلو ته حاضر نه دي.

طالبان په دې اړه څه نه وایي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې خبریال خالد قادري نږدې څلور میاشتې کېږي چې د طالبانو په بند کې دی.

د یاد خبریال خور حمیرا قادري وایي چې روانه میاشت کې د طالبانو پوځي محکمې خالد قادري په فېسبوک کې د نیوکه کوونکو نظرونو لیکلو له امله د استېناف حق غوښتلو پرته په یو کال بند محکوم کړی.

خو طالبان وایي؛ چې خالد قادري په فېسبوک کې د نیوکه کوونکو نظرونو لیکلو له امله نه؛ بلکې د یوې بلې دوسیې له امله نیول شوی او د هغې دوسیې په اړه یې مالومات نه دي ورکړي.

په هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د رسنیو څارونکو بنسټونو د راپور له مخې په هېواد کې د خبریالانو د وهلو ډبولو او نیولو لسګونه پېښې ثبت شوې دي.
که څه هم طالب چارواکو څو ځلې ویلي چې د بیان آزادته ته درناوی او ورباندې باور لري او د رسنیو آزادۍ ته درنښت ورکوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ