د افغانستان آزادو ژورنالېستانو ولایتي مرستیال په کاپیسا کې ورک شو

لخوا Aamaj News

په کاپیسا ولایت کې د آزادو ژورنالېستانو انجمن وایي چې یاد ولایت کې سیمه‌ییز خبریال او د یاد انجمن ولایتي مرستیال عبدالحنان محمدي ورک شوی.

د آزادو ژورنالېستانو انجمن د محمدي د کورنۍ له غړو څخه په نقل قول ویلي؛ چې نوموړی تېره ورځ (یک شنبه) له خپل یو ملګري سره د یاد ولایت له لومړۍ حصې ولسوالۍ څخه ورک شوی او د محمدي د اړیکې شمېره د لاسرسي وړ نه ده.

د دې ټولو سربېره د افغانستان آزادو ژورنالېستانو انجمن په کاپیسا ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو څخه غوښتي؛ چې د یاد خبریال برخلیک ژر تر ژره روښانه کړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې افغانستان کې د طالبانو حکومت واک ته رسېدو وروسته، دې هېواد کې رسنیزې چارې محدودې شوې او خبریالان هم له ستونزو سره مخ دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ