د ډیموکراسۍ د ملاتړ ملي انسټیټیوټ (NED) اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال د ډیموکراسۍ جایزه به افغان خبریالې نازیه هاشمیار ته ورکوي.
دغه انسټیټیوټ پرون په یوه بیان کې ویلي چې د ډیموکراسۍ جایزه خلکو ته د عامهپوهاوي په برخه کې د هڅو له امله د آمو تلویزیون خبریالې ته ځانګړي شوي ده.
بايد يادونه وشي، چې د ملي ډیموکراسۍ ملاتړ انسټیټیوټ یو خصوصي، غیر انتفاعي موسسه ده چې موخه یې په ټوله نړۍ کې د ډیموکراتیکو بنسټونو وده او پیاوړتیا ده او نن په واشنګټن ډي سي کې د دې ادارې څوارلسمه کلیزه لمانځل کېږي.
د راپورونو له مخې، په دې پروګرام کې د کانګرس، د بایډن ادارې، د ډیموکراسۍ فعالین او د نړۍ مشران، د رسنیو د ټولنې غړي، د ډیپلوماتیکو ماموریتونو او نورو بشري حقونو فعالان راټول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان آزادي، د رسنیو خپلواکي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او پر ښځینه خبریالانې محدودیتونه زیات شوي دي. او د افغان خبریالانو د ملاتړ د سازمان په راپور کې ويل شوي ده چې په افغانستان کې د ۵ښځینه خبریالانې له جملې څخه، ۴تنه یې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.