نیوزیلنډ په کابل کې د یاد هېواد له خبریالې غوښتي تر څو یو ځل بیا غوښتنلیک ورکړي

لخوا Aamaj News

رویترز نن (یکشنبه، د سلواغې ۱۰ مه) د نیوزیلنډ د روغتیا او کډوالۍ ادارې څخه په نقل راپور ورکړی، چې د نیوزیلنډۍ خبریالې شارلوت بلیس غوښتنلیک دې نوموړې د سفر د وخت له امله چې له مجاز وخت یعنې ۱۴ ورځو زیات و، رد شوی.

دغه چارواکو زیاته کړې؛ چې دا دوسیه ډېرې توضیح ته اړتیا لري او له شارلوټ بلیس څخه غوښتل شوي، تر څو راتلونکو ۱۴ ورځو کې بیا غوښتنلیک ورکړي.

نیوزیلنډۍ خبریاله شارلوټ بلیس چې نوې امیدواره شوې وه نیوزیلنډ هرالډ ته یې په یوه مقاله کې ویلي، چې د یاد هېواد د کډوالو اداري له لوري یې د غوښتنلیک د رد له امله؛ نه شي کولی له هغه ځای څخه چې د راپور جوړولو لپاره تللي وه، له افغانستان څخه بهر شي.

دغه نیوزیلندۍ خبریالې په نیوزیلنډ کې د کرونایي بندیزونو له امله د غوښتنلیک له نه منلو وروسته، له طالبانو د مرستې غوښتنه وکړه او طالبانو دې غوښتنې ته په ځواب کې، نوموړې ته پناه‌خای برابر کړ‍.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د نیوزیلنډۍ خبریالې د لېږد غوښتنلیک له نه منلو وروسته، اوس داسې راپورونه خپاره شوي، چې د نیوزیلنډ صدراعظم جاسیندا آردرن د کرونا ټیسټ مثبت والي له امله قرنطین شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ