د افغانستان خبریالانو مرکز د خبریالانو ملي ورځې په مناسبت خپل کلني راپور کې ویلي، چې روان کال د خبریالانو او رسنیو د کار فضا په «ډېر جدي» توګه محدوده شوې ده.
د افغانستان خبریالانو مزکر دې کلني راپور نن (شنبه د کب ۲۷مه) د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي دوه برابره کېدو او د رسینو آزادۍ له ترینګلتیا خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې سږ کال یې د ګواښلو، نیولو او له تاوتریخوالي ډک چلند په ګډون د خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۲۳۷ پېښې ثبت کړې دي.
ویل کېږي، چې دا شمېرې ۱۴۰۰ کال کې د خبریالانو تاوتریخوالي او ګواښلو ۱۱۷ پېښو سره په پرتله دوه برابره ډېروالی ښایي. مګر سږ کال د قتل هېڅ پېښه ثبت شوې نه ده.
د افغانستان خبریالانو مرکز د موندنو پر بنسټ، په تېرو ۱۲ میاشتو کې، د خبریالانو وهلو ډبولو او یا فزیکي تاوتریخوالي اته پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې ۴ پېښې په کابل او یوه یوه پېښه په بلخ، سمنګان، ننګرهار، بادغیس او زابل ولایتونو کې دي.
د خبریالانو دې مدافع بنسټ همداشان ټينګار کړی دی، چې د طالبانو «استخباراتو او امر بالمعروف وزارت» په مستقیم او نامستقیم ډول د خبریالانو په نیولو، ګواښلو او د رسنیو آزادۍ په محددولو کې رول درلودلی دی.