د خبریالانو نړیوال فدراسیون: روان کال کې ۶۷ خبریالان وژل شوي دي

لخوا Aamaj News

د خبریالانو نړیوال فدراسیون روان کال کې د ۶۷ خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دغه فدراسیون تېره ورځ (جمعه د لېندۍ ۱۸مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې اعلان کړی چې ۶۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په داسي حال کې وژل شوي، چې دا شمېر په ۲۰۲۱ کال ۴۷ تنو ته رسېده.

د دغه راپور له مخې دا مهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۳۷۵ رسنیز متخصصین په زندانونو کې دي.

د دغه فدراسیون په وینا په اوکراین کې جګړه، په هایتي کې ګډوډي، په مکسیکو کې تاوتریخوالی د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.

په همدې حال په دغه راپور کې راغلي چې اوکراین کې د جګړې د پوښښ پرمهال تر اوسه ۱۲ خبریالان خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د یادولو وړ ده چې چین او په هانګ کانګ کې متحدین یې د ٨٤ بندي خبریالانو په لرلو سره د هغه هیوادونو د لیست په سر کې دی چې تر ټولو ډېر بندي خبریالان لري.

د خبريالانو نړيوال فدراسيون د راپور له مخې په ټوله نړۍ کې د خبريالانو ځورونه ورځ په ورځ زياتېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ