طالبان هره ورځ د کاپیسا سیمه ییز خبریال، عبدالحنان محمدي شکنجه کوي

لخوا Aamaj News

په کاپیسا کې د سیمه ییز خبریال، عبدالحنان محمدي له نیول کېدو نږدې درې میاشتې وروسته، سرچینې آماج ته وایي چې هغه هره ورځ د طالبانو له لوري شکنجه کېږي.

دغې سرچینې همداراز زیاته کړې چې طالبانو تر دې وړاندې هغه په کاپیسا کې سخت شکنجه کاوه او له نږدې درې میاشتو وروسته یې ټپونه لا نه دي ښه شوي.

د سرچینې په وینا، طالبانو تېره ورځ (پنجشنبه) ښاغلی محمدي په کابل کې د استخباراتو ۴۰ ریاست ته لېږدول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دغه خبریال خوشې کړي؛ خو طالبانو دې غوښتنې ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو عبدالحنان محمدي د روان کال د غبرګولي په ٢٢مه د راپور د چمتو کولو پر مهال ونيو. هغه مهال د محمدي کورنۍ ویلي و چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو له خوا د اطلاعات رسوني په خاطر نیول شوی دی.

طالبانو د دغه خبريال د نيولو د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ