له خبریالانو څخه د ساتنې سازمان د طالبانو له بند څخه د امریکایي فلم جوړونکي او د هغه افغان همکار خوشي کېدو غوښتنه کړې

لخوا Aamaj News

له خبریالانو څخه د ساتنې سازمان په «بېړني» ډول د طالبانو له بند څخه د امریکایي خبریال او فلم جوړونکي ایور شیرر او د نوموړي افغان چمتوکوونکي فیض‌الله فیض‌بخش د خوشي کېدو غوښتنه وکړه. یادې کمیټې ټینګار کړی چې طالبان باید افغانستان کې پر مطبوعاتو له فشار او زور څخه لاس واخلي.

د یادې کمیټې د راپور پر بنسټ دا دوه کسان د اګېسټ په ۱۷مه هغه مهال چې د کابل لسمې ناحیې اړوند شیرپور سیمه کې له هغه ځای ویډیو اخیسته چې د متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکې لخوا د اګېسټ میاشتې لومړیو کې د القاعده رهبر ایمن الظواهري په کې ووژل شو، د طالبانو لخوا نیول شوي.

له خبریالانو څخه د ساتنې کمیټه زیاتوي چې طالب ځواکو د یادو دوه خبریالانو د فعالیتونو په اړه پلټنې کړې دي او د کار جواز، پېژند پاڼې او پاسپورټونه یې پلټللي دي.

په ورته وخت له خبریالانو څخه د ساتنې کمیټې مدیر کارلوس مارتینز ویلي چې د طالبانو پراخ فشار او د امریکایي فلم جوړونکي او د نوموړي افغان همکار په ګډون د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نیول افغانستان کې د مطبوعات آزادۍ ته د یادې ډلې بشپړه نه ژمنتیا ښکاروي.

د شیرر او فیض‌بخش د نیول لامل یا د ساتنې ځای لا نه دي مالوم شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ