د آریانا نیوز ټلویزیون خبریال شاهپور فرهمند وایي چې تېره شپه د طالب ځواکونو لخوا ونیول شو او له دوه ساعتونو څېړنو او د مبایل له څېړلو وروسته آزاد شوی.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې طالب ځواکونو یې له کورنۍ سره اړیکه نیولې او په دروغ یې ورته ویلي چې شاهپور ترافیکي پېښه کړې ده او وضعیت یې خراب دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.