د طالبانو تر حاکمیت لاندې د خبریالانو وضعیت؛ تلاش: د اړتیا له مخې میوه پلورم

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د یوه خصوصي ټلویزیون خبریال، موسی تلاش آماج ته وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ سره او د هغې رسنۍ چې کار یې پکښې کاوه، له بندېدو وروسته، اوس مېوه پلوري.

ښاغلی تلاش زیاتوي چې د تلویزیون د بندیدو سره چې هغه پکې کار کاوه، د ده په څېر د هغه ټولو همکارانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. هغه زياته کړې چې په رسنيو کې د کار د نشتوالي له امله د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره او له مجبوریته مېوه پلوري.

هغه ټینګار وکړ: ”وضعیت د اندېښنې وړ دی، ټول خبریالان په بد وضعیت کې دي.“

نوموړي له نړيوالې ټولنې، د رسنيو له ملاتړو بنسټونو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کړې او ويلی چې د دې ننګوني د هواري لپاره دې جدي پاملرنه وشي.

دا په داسي حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره ډېری خبریالان خپلي دندې له لاسه ورکړي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

LushStarr Radio November 5, 2023 - 12:27 am

There is some nice and utilitarian information on this site.

ځواب

یو نظر پریږدئ