فاریاب کې سیمهییزې شرچینې آماج ته وایي چې د یاد ولایت یو رسنیز کارکوونکي ایران کې ژوند له لاسه ورکړی.
د سرچینې په وینا رسنیز فعال محمد عارف سرخابي چې په هېواد کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران ته تللی وو، تېره ورځ (شنبه د زمري ۸مه) په یاد هېواد کې یې له یوې ودانۍ د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی.
محمد عارف سرخابي له دې وړاندې فاریاب کې د میمنې او ممتاز راډیوګانو د خپرونو پرمخ وړونکی وو.
افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، سلګونه رسنیز کارکوونکي او خبریالان بې دندې شوي او یو شمېر یې ګډوالۍ ته مخ کړې ده.
1 تبصره
Great website. Lots of useful information here. I look forward to the continuation.