د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د طالبانو لخوا د فارین پالیسي مجلې خبریالې، نیل اودایل د نیولو په اړه د نیوکو په غبرګون ویلی چې نوموړی یو استخباراتي ماموریت درلود او غوښتل د دوی د نظام پر ضد تبلیغات وکړي.
دغه خبریاله اوس له افغانستانه وتلې ده؛ خو ښاغلی مجاهد نن (جمعه، چنګاښ ٣١مه) په یو ټویټ کې لیکلی چې دغه خبریاله له افغانستان څخه وویستله شوه او هیڅکله به افغانستان ته د ستنېدو اجازه و نه لري.
هغه ویلی: «افغانستان ته د ”خبریال تر نامه لاندي استخباراتي مامورینو) ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.»
استرالیایي خبریاله، لین اودانیل څو ورځي وړاندي له ځوانو نجونو سره د طالب چارواکو د جبري ودونو په اړه د راپور ورکولو لکبله د طالبانو لخوا ونیول شوه.
له خوشي کېدو وروسته هغې ویلی و چې طالبانو هغې په بد چلند او ګواښلو مجبوره کړې وه چې د خپل راپور لپاره بښنه وغواړي، کنه زندان ته به ولاړه شي.
دا په داسي حال کې ده چې طالبانو ځان د بیان ازادۍ اصولو ته ژمن بولي؛ خو د خبریالانو نړیواله کمیټه تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلی دی چې طالب چارواکې باید له لین اودانیل نه بښنه وغواړي او د خبریالانو له ځوروني لاس واخلي او باید ځواب ویونکي واوسي،
له یوې خوا د یوناما راپور ښیي چې د ٢٠٢١ د اګست له ١٥ نېتې د ٢٠٢٢ د جون تر ١٥ نېټې پوري له ١٧٣ خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی چې له دې پېښو څخه، ١٦٣ پیشي یې طالب چارواکو پوري تړل شوي دي.