د خبریالانو نیونه؛ ٢٠ ورځي کیږي چې عبدالحنان محمدي د طالبانو په بند کې اوسیږي

لخوا Aamaj News

د خبریال، عبدالحنان محمدي د کورنۍ غړي وایي چې د ٢٠ ورځو په تېرېدو سره، لاتر اوسه نوموړي د طالبانو په بند کې دی.

عبدالحنان محمدي ٢٠ ورځي وړاندي د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ د حصه اول په مربوطاتو کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو لخوا ونیول شو.

د محمدي کورنۍ زیاتوي چې نوموړي د خبریالي په جرم نیول شوی او هیڅ بله ګناه یې نه لرل.

د ښاغلي محمدي ورور، احمد فهیم وایي چې د هغه کورنۍ ډيري هڅي کړي دي، خو د عبدالحنان په خوشي کولو او لیدلو نه دي بریالي شوي.

هغه زیاتوي: «په دغو تېرو ورځو کې موږ هرځای هڅه وکړل، د سیمي مشران مو طالبانو ته وروستل څو ورومي خوشي او یا لږ تر لږه ورسره ووینو؛ خو بریالي نشوو، باید خبریالان او د خبریالانو ملاتړ بنسټونه د هغه خوشي کولو لپاره لاس په کار شي.»

له بلي خوا د افغانستان ازادو خبریالانو ټولنه د عبدالحنان محمدي د خوشي کولو لپاره په کاپیسا کې د ځایي طالب چارواکو سره څو ناستي لرلي دي خو کومه پایله یې نه ده ورکړې.

د افغانستان ازادو خبریالانو د ټولني په خبرپاڼه کې چې څو ورځي وړاندي خپره شوه، طالب ځایي چارواکو وعده کړې چې ښاغلی محمد به تر څېړنو وروسته خوشي کوي.

سره له دې د بې پولو خبریالانو سازمان څه موده وړاندې په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي و چې د خبریالانو د خپلسري نیوني مخه ونیسي او اجازه ورکړي چې د پېښو راپور په پوره بې طرفۍ ورکړل شي.

له بلي خوا په کاپیسا کې خبریالانو د خبر رسولو په وړاندي له محدودیتونو څخه په اندېښنې سره وایي چې طالبانو یې د ازاد او بې پرې کار اجازه نه ورکوي.

دغه خبریالانو څرګنده کړې چې دوی د خبر رسولو په برخه کې له ډیرو ننګوونو سره مخ دي.

په کاپیسا کې یو خبریال آماج ته وایي که یو خبریال په دغه ولایت کې د مقاومت جبهې د فعالیتونو په اړه راپور جوړ کړي، پر هغه د مقاومت جبهې سره د همکاري تور لګول کیږي او نیول کیږي.

یو شمېر نور خبریالان وایي چې د طالبانو د محدودیتونو له کبله اجازه نه لري چې د امنیتي، نظام کمزورتیا او د خلکو له شکایتونو خبر یا راپور خپور کړي. د دوی په وینا هرکله چې د طالبانو د غوښتني په خلاف یو راپور جوړ شي په بېړني ډول نیول کيږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ