د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسئول، جوزپ بوریل د حجاب په اړه د طالبانو د فرمان په غبرګون کې ویلي، چې هر افغان نارینه او ښځه حق لري چي د خپل د جامو د ډول په اړه پرېکړه وکړي.
هغه په ټویټ کي لیکلي چي طالبان باید اقتصادي، امنیتي، تعلیمي او روغتیايي ننګونو ته رسیدګي وکړي.
هغه ټینګار کړی چې دغه ډله باید د افغانستان د خلکو په وړاندې د خپلو ژمنو او د بشري حقونو د قانونو له مخي خپلي ژمني پوره کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د طالبانو د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت په وروستنی محدودیت کي د بالغو ښځو له خوا د حجاب اغوستل «فرض او اړین» بللی دی.
دغه وزارت زیاته کړې چي د حجاب تر ټولو غوره ډول د «چادرۍ» اغوستل دی.