د بریتانیا صدراعظم: موږ به له متحدینو سره یو ځای په “قاطع” ډول پر اوکراین د روسیې د برید ځواب ورکړ

لخوا Aamaj News

ګارډین د بریتانیا له صدراعظم، بوریس جانسون څخه په نقل راپور ورکړی؛ چې بریتانیا او متحدین به یې په “قاطع” ډول پر اوکراین د روسیې د برید ځواب ورکړي.

په راپور کې راغلي؛ چې جانسون د روسیې په وړاندې د بندیزونو د څېړلو لپاره د بېړنۍ غونډې جوړولو په چمتوالي بوخت دی.

د بریتانیا صدراعظم وړاندې په یو ټویټ کې لیکلي و؛ چې په اوکراین کې د پښو شویو پېښو څخه وحشت وهلی.

بوریس جانسون لیکلي و: “ولادیمیر پوتین د وینې بهېدنې او ویجاړۍ لار ټاکلي.”

د جانسون دا خبرې په داسې حال کې کېږي؛ چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین نن سهار د اوکراین ختیځ دونباس سیمه کې د ځانګړو عملیاتو فرمان صادر کړ او له هغې وروسته د اوکراین پلازمینې کي‌یف په ګډون بېلا بېل ښارونه د موشکي بریدونو موخه وګرځېدل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ