پر اوکراین د روانو شخړو په لړ کې، د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسون وایي چې یو قوي هېواد د برید له ښکاره ګواښ سره، د خپل ګاونډي په پوله کې د خپلو سرتېرو او ټانګونو شمېر زیات کړی.
جانسون زیاتوي، چې روسیې پر اوکراین برید وکړ او په ۲۰۱۴م کال کې یې د یاد هېواد ۱۰۰۰۰ مایله خاوره ځان پورې وتړله. خو اوس روسيې خپل څه باندې ۱۰۰ زره پوځسان له اوکراین سره په پوله کې ځای پر ځای کړي؛ هغه څه چې په ټوله کې بې مخينې دي.
د بریتانیا صدراعظم څرګنده کړې، چې اوکراینیان قانوني او اخلاقي حق لري تر څو له خپل هېواد دفاع وکړي. خو نوموړی باور لري چې له اوکراین څخه د دفاع لپاره به مقاومت دوام ولري او خونړۍ جګړې به وشي.
د جانسون په وینا، تېره شپه یې په دې اړه د امریکا ولسمشر جوبایډن، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، د آلمان صدراعظم اولاف شولتس، د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي او د لهستان ولسمشر آندري دودا او د اروپایي ټولنې رهبرانو اورزولا فن درلاین او شارل میشل سره اړیکې نیولې دي.
د بریتانیا صدراعظم وایي چې په دې تړاو ټول یو نظر لري، هغه دا چې روسیه باید له ګواښ څخه لاس په سر شي.
جانسون خبرداری ورکړی چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي، دا هېواد به له بې مخینې بندیزونو سره مخ شي.