طالبانو د بریتانیا صدراعظم له هغه څرګندونو څخه چې ګواکي د دوی له حکومت سره دې تعامل وشي، ستاینه وکړه

لخوا Aamaj News

د بریتانیا صدراعظم، بوریس جانسون تېره ورځ د بریتانیا د استازو مجلس کې د خبرو پر مهال ویلي و چې شاید طالبان د افغانستان له ټولو خلکو استازولي ونه کړي او د ټولو افغانانو په استازولۍ خبرې ونکړي، خو دوی د افغانستان اوسني چارواکي دي او بریتانیا باید د افغانستان خلک او د دوی سره د مرستې لپاره له طالبانو سره تعامل وکړي.

جانسون زیاته کړې وه چې باید د طالبانو له حکومت سره تعامل وشي او له دوی سره د تعامل نه کولو نظریې مخالف دی.

د بریتانیا صدراعظم له څرګندونو څخه وروسته د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د جانسون له خبرو ستاینه وکړه.

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد نن په یو ټویټ کې وویل چې د طالبانو حکومت د بریتانیا صدراعظم، بوریس جانسون له څرګندونو چې ګواکي د دوی له حکومت سره دې تعامل وشي، ستاینه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې قدرت ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د نړۍ هېوادونو د رسمیت پېژندلو پر سر د ترورېزم په وړاندې مبارزه، د ښځو حقونه او د ټولنې ټولو قشرونو ته د فرصت ورکولو شرطونه اېښي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ